دايران نوے رهبراعلى مجتبى خامنه اي دعلاج لپاره ماسکو ته منتقل،برطانوي ميډيا

Mar 17, 2026 - 01:15
 0  3
دايران نوے رهبراعلى مجتبى خامنه اي دعلاج لپاره ماسکو ته منتقل،برطانوي ميډيا

تهران( ميډيا رپورټ) دبرطانوي ميډيا رپورټونو ترمخه دايران نوے سپريم ليډر مجتبى خامنه اي  په مبېنه توګه فضائي حملو کښې دژوبل کيدو نه پس دعلاج لپاره دروس دارالحکومت ماسکو ته منتقل کړے شوے دے چرته چې دهغه دپښې سرجري شوې ده، دميډيا رپورټونو ترمخه  مجتبى  خامنه اي په ٢٨مه فرورۍ په تهران شوې دامريکې اؤ اسرائيلو  دفضائي حملو په دوران ژوبل شوے ؤ. په دې حملو کښې دايران پخوانے  سپريم ليډر علي خامنه اي شهيد شوے ؤ. دکويتي اخبار ترمخه مجتبى خامنه اي ديوې روسي فوجي طيارې دلارې  په خفيه توګه ماسکو ته منتقل کړے شوے دے چرته چې دروسي صدر ولاديمير پيوټن لخوا فراهم کړے شوي سهولت کښې دهغه علاج شوے دے. رپورټ کښې دعوه شوې ده چې دهغه سرجري کاميابه پاتې شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي