صوابۍ کښې ډزې، دوه زنانه قتل

May 17, 2025 - 15:20
 0  0
صوابۍ کښې ډزې، دوه زنانه قتل

دصوابۍ مناګي سيمه کښې درشتې په تنازعه يوه زنانه دکور دننه يو ګاونډي اؤ پۀ شاه منصور کښې پخواني خاوند خپله طلاقه کړے شوې ده ميرمنه دکوردننه په ډزو وژلې ده.

دکالوخان پوليس تانېدرپورټ ترمخه دغلام محمد ميرمنې ، دمناګي اوسيدونکې، دايف ائي ار درج کولو پهدوران وئيلي چې هغه تيره شپه  دخپلې کورنۍ سره په کور کښې موجوده وه اؤ خاوند ئې غلام محمد دماسخوتنې لمونځ ادا کولو لپاره جومات ته تللے ؤ، پهدې دوران دهغوي ګاونډي الطاف حسين، چې تمانچه ورسره وه، ددوي کور ته داخل شو اؤ دهغې دلور سره ئې تکرار شروع کړو، په دې دوران هغه ډزې شروع کړې چې په نتيجه کښې ئې دهغې لور په موقعه پحق ورسيده، دپېښې وجه درشتې تنازعه ښودل شوې ده.

همدغه شان دزيده تاڼې درپورټ ترمخه جاويد خان دلښتے بانډه مانيرۍ اوسيدونکي دايف ائي ار درج کولو په دوران وئيلي چې دهغه وراره احسن احمد ولد بشير احمد، دشاه منصور اوسيدونکي  ورته اطلاع ورکړېده چې دهغه مور، دهغه پلار او پخواني خاوند بشير احمد په ډزو سره وژلې ده، کله چې هغه بآچاخان ميډيکل کمپليکس شاه منصور ته ورسيدو نو دمور مړے ئې هلته پروت ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي