شمالي وزيرستان کښې خودکش حمله،درې زنانه او دوه ماشومان مړۀ،څلور ترهه ګر هلاک

Oct 18, 2025 - 23:09
 0  1
شمالي وزيرستان کښې خودکش حمله،درې زنانه او دوه ماشومان مړۀ،څلور ترهه ګر هلاک

دخېبرپښتونخوا  په شمالي وزيرستان ضلع کښې سيکورټي فورسز دفتنة الخوارجو دحملې کوشش ناکامه کړے دے اؤ څلور دهشت ګرد ئې وژلي دي، په دې دوران درې زنانه اؤ دوه ماشومان هم پحق رسيدلي دي. دسيکورټي ذريعو وينا ده چې په شمالي وزيرستان کښې په کهادي پوسټ   خوارجي ترهه ګرو دبزدلانه خودکش حملې کوشش کړے دے کومه چې سيکورټي فورسز ناکامه کړې ده اؤ څلور دهشت ګرد ئې وژلي دي،  خودکش حمله کښې په سوزيدو درې زنانه اؤ دوه ماشومان پحق رسيدلي دي. دسيکورټي ذريعو وينا ده چې خارجي دهشت ګرد ګروپ ګل بهادر ددې چاؤدنې ذمه واري منلې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي