پېښور،مياشت وليدل شوه،نن په ټول پاکستان کښې دوړومبۍ روژې اعلان
پېښور( وحدت خبر) رويت هلال کميټۍ درمضان المبارک ١٤٤٧هجرۍ دمياشتې ليدل کيدو اؤ نن په ټول ملک کښې دوړومبۍ روژې اعلان کړے دے. دمرکزي رويت هلال کميټۍ اجلاس دمولانا عبدالخبير ازاد په مشرۍ په پېښور کښې ترسره شو. ددې نه علاوه کراچۍ، کوئټه، اسلام اباد، راولپينډۍ اؤ دلاهور پشمول په نورو علاقو کښې هم دزونل کميټيو اجلاسونه ترسره شويدي چرته چې دمياشتې درويت په اړه شهادتونه راجمع کړے شوي اؤ مرکزي کميټۍ ته ليږل شويدي.درويت هلال کميټۍ چئيرمين مولانا عبدالخبير ازاد داجلاس نه پس ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې دملک دګوټ ګوټ نه درمضان المبارک دمياشتې دليدل کيدو ګڼ شهادتونه ترلاسه شويدي دکوم نه پس چې فيصله شوې ده چې په ټول ملک کښې به نن په ١٩مه فرورۍ وړومبۍ روژه وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0