دزورونې نه تنګو دوو جينکو زده کوونکو ځوان قتل کړو
نوښار( وحدت خبريال) دزورونې نه تنګو دوو جينکو زده کوونکو ځوان قتل کړے دے، څليريشت کلن ذيشان جينکو دتصوير اخستو په بهانه وژلے دے، د ذريعو وينا ده چې دسيل اؤ تفريح لپاره دچارسدې څليريشت کلن مقتول ذيشان الله دتصوير اخستو په بهانه جينکو ملګرو دګاډي نه راکوز کړے اؤ په ډزو سره ئې قتل کړے دے.ملزمه سنبل اؤ سدره دخپل اجرتي قاتل ملګري سره تښتيدلي دي، پوليسو دذيشان الله مړے دپوسټ مارټم لپاره قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس نوښار ته منتقل کړے دے. دمقتول دموبائيل فون نه دملزمې سدره او سنبل نمبرې اؤ تصويرونه برامد کړے شويدي.
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0