دپاک افغان سرحد نه پاکستان کښې ددراندازۍ کوشش، پينځه خودکش ګرفتار
سيکورټي فورسز دپاک افغان سرحد نه دخوارجو ددراندازۍ کوشش ناکامه کړے اؤ پينځه مبېنه خودکش حمله کوونکي ئې نيولي دي.
دډان نيوز له مخې دسيکورټي ذريعو وينا ده خوارجو د١٧مې جولائي په ماښام پينځه بجې دپاک افغان سرحد ددراندازۍ کوشش کړے دے، سيکورټي فورسز داطلاع په ترلاسه کيدو په پينځه مختلفو مقاماتو ناکه بندي کړې وه، دماښامې پينځه ويشت منټه دپاسه په شپږ بجې خوارج دسرحد نه پاکستاني حدودو ته داخل شوي اؤ عزيز خيل اؤ منډي خيل لوري ته ئې پرمختګ کړے دے.
دسيکورټي ذريعو ترمخه دسيکورټي فورسز دموجودګۍ په وجه خوارجو په بيسي خيل جومات کښې پناه اخستې ده، چې په دې سيکورټي فورسز په فوري توګه دجومات محاصره کړې اؤ دسيکورټي فورسز دبهترينې حکمت عملۍ په وجه خوارجو وسله غورزولې ده
دسيکورټي ذريعو وينا ده چې ګرفتار خوارج افغان وګړي دي چې ورسره درې افغان شناختي کارډونه هم شته، ددوي عمرونه دپينځلسو نه اتلسو کلونو ترمينځ دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0