رياستي ادارې دې اوو ورځو کښې دننه امن لپاره عملي اقدامات وکړي، دباجوړ امن پاڅون اعلاميه
دباجوړ امن پاڅون مشترکه اعلاميه کښې غوښتنه شوې ده چې رياستي ادارې دې اوو ورځو کښې دننه امن لپاره عملي اقدامات وکړي
دباجوړ امن پاڅون اعلاميه کښې غوښتنه شوې ده چې سي سي ټي وي کيمرې دچا په وينا لرې کړے شويدي، ددې ريکارډ دې دباجوړ قومي اؤ سياسي قيادت سره شريک کړے شي، دکومې کارروايۍ نه وړاندې دې پاک فوج عوام په اعتماد کښې واخلي اؤ کارروائي دې هم داسې وي چې ورسره دې داولس دځان ومال تحفظ يقيني شي. عوام په ېو صورت کښې هم داسې قسمه اپريشن لپاره تيار نۀ دي چې پکښې دبې ګناه اولسي وګړو نقصان وشي اؤ دوباره ائي ډي پيز جوړ شي
. اعلاميه کښې وئيل شويدي چې منظمې ډاکې اؤ بهته خورۍ معمول جوړل شويدي، رياستي ادارې په دې خاموشې دي چې ورسره د اولس په ذهنونو کښې شکونه پيدا کيږي، بهته خورۍ اؤ دشپې په وخت دې منظمې غلاګانې بندې کړے شي، د٢٠٠٥م نه پس تراوسه ددهشت ګردۍ پېښو کښې شهيد شوو ټولو شهيدانو ته دې دشريعت مطابق ديت ورکړے شي چې دسلو اوښانو دقيمت برابر وي. ګنې دويم صورت کښې به دامن جرګې وکيلانو تنظيمونو خدماتو ترلاسه کولو سره دعدالت دلارې ددې رقم ترلاسه کولو لپاره اقدامات کوو.
کۀ په اوو ورځو کښې دننه رياستي ادارو دا مطالبات تسليم نۀ کړل نو دباجوړ امن جرګه به دټولو مقتدرو رياستي ادارو نه په مکمل بائيکاټ مجبور شي، باجوړ کښې موجود ټول منرلز کانونه به بندوو، دا دبآجوړ دخلقو ملکيت دے اؤ چاته به په دې دقبضې کولو اجازه نۀ ورکوو، ګنې بل صورت کښې به ددې حفاظت لپاره په وسلې راپورته کولو مجبور شو.
کۀ دپېښې په ځائے کښې دکوم وګړي قاتل ووژلے شو نو قوم به په مجموعي توګه ددې پشي شا ملاتړ کوي، ددې خلاف به کوم ايف ائي ار نۀ درج کيږي. دباجوړ اولس به ددهشت ګردۍ خلاف په دې جنګ کښې دکوم فريق سهولت کار نۀ جوړيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0