دتيلو نرخونو سيوا کولو سره حکومت په اولس اضافي بوج اچولے، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې دوفاقي حکومت له لوري يوځل بيا دپيټرولو اؤ ډيزلو په قيمتونو کښې اضافې کولو سره په عوامو اضافي بوج اچول شوے دے، دپاکستان تقريباً ٤٥ فيصده ابادي دغربت دليکې نه لاندې تللې ده چې لسو کروړو نه زيات کسان جوړيږي، دګرانۍ ترټولو زيات اثر هم په دې طبقه پريوځي، دۀ وئيلي دي چې دموجوده ګرانۍ بوج صرف غريبې طبقې پورې محدود نۀ دے بلکې مډل کلاس اؤ اپر مډل کلاس هم دا دباؤ نۀ شي برداشت کولے، وزيراعلى وئيلي دي چې دعارضي اؤ نمائشي اقداماتو پځائے دمستقلې اؤ اوږدمهاله پاليسي سازۍ ضرورت دے ځکه چې قومونه هاغه وخت ترقي کوي کله چې قيادت دواضحه اؤ موثره پاليسيو سره مخ په وړاندې لاړ شي، وزيراعلى وئيلي دي چې دعمران خان دحکومت په دور کښې په عالمي سطح دکورونا وبا اؤ ګرانۍ باجود دپاکستان معيشت په شپږ اعشاريه يو فيصد شرحې سره ترقي کوله، هاغه وخت عالمي منډۍ کښې دتيلو قيمتونه دزيات کيدو باوجود هم عوامو ته ريليف فراهم کړے شوے ؤ اؤ دپيټرولو قيمت تر يونيمو سلو روپو محدود ساتل شوے ؤ. دۀ ووئيل چې په موجوده دور کښې دپيټرولو قيمت څلور نيمو سوو روپو نه تجاوز کړے چې دحکومتي پاليسيو دناکامۍ واضحه ثبوت دے، دصوبائي کابينې پنځوسم اجلاس دوزيراعلى محمد سهيل افريدي په مشرۍ دجمعې په ورځ دويډيو لنک دلارې ترسره شوے دے، دصوبائي کابينې دغړو نه علاوه چيف سيکرټري، ايډيشنل چيف سيکرټري اؤ متعلقه سيکټريانو په اجلاس کښې شرکت کړے دے، وزيراعلى سهيل افريدي پخپله وينا کښې ووئيل چې دمسلط کړے شوو حکمرانانو سره نۀ خو کومه واضحه پاليسي شته اؤ نۀ هم داصلاحاتو کومه ايجنډا، عوامي مسائيل نظرانداز کولے شي، دۀ ووئل چې دخېبرپښتونخوا حکومت دعوامو په ووټ سره راغلے دے اؤ دعوامو خدمت زمونږ وړومبۍ ترجيح ده، دۀ ووئيل چې صوبائي حکومت دموټرسائيکل سورو اؤ کرونده ګرو لپاره ريليف پاليسي متعارف کړې ده چې په قومي سطحه ستائيل کيږي. دۀ ووئيل چې دوفاقي لخوا صوبائي وسائيلو کښې دکټوتۍ کوشش شوے دے خو صوبائي حکومت په موثره انداز کښې خپله مقدمه پيش کړې اؤ دا کټوتۍ ئې دکمې نه کمې کچې پورې محدود کړيدي. وزيراعلى ووئيل چې صوبه داوسنيو سيلابونو اؤ کلاوډ برسټ په وجه دشوو نقصانونو بوج پخپله برداشت کوي، داين ايف سي لاندې دصوبې حصه په مکمله توګه نۀ شي ورکولے، قبائيلي ضلعې په انتظامي توګه صوبه کښې ضم کړے شوي خو په مالي توګه ئې انضمام تراوسه نۀ دے شوے اؤ ددې علاقو اخراجات صوبائي حکومت دخپل جيب نه ادا کوي. دۀ ووئيل چې دناکامه قومي پاليسيو په وجه دهشت ګردۍ بيا سرراپورته کړے دے، عوام دکورونو نه په جبراً انخلا مجبور کړے شويدي اؤ ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې هم صوبه خپل وسائيل استعمالوي خو دوفاق نه امداد نۀ ترلاسه کيږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0