بنو کښې دپوليسو په پوسټ دترهه ګرو حمله ناکامه

Feb 11, 2026 - 11:22
 0  1
بنو کښې دپوليسو په پوسټ  دترهه ګرو حمله ناکامه

بنو( وحدت خبر)  دفتنه الخونارجو لخوا دپوليسو په پوسټ فتح خيل دبزدلانه حملې کوشش شوے دے، دپوليسو لخوا په وخت اؤ موثره کاررونايۍ په وجه حمله ناکامه کړے شوې ده، حمله کوونکي پشا شوي اؤ اؤ په تيښتې کولو مجبور شويدي. دمنډان تاڼې حدودو کښې  دفتنه الخوارجو ترهه ګرو په پولسټ پوسټ فتح خيل په درنو وسلو سره حمله کړې ده، ددواړو اړخو ترمينځ دډزو سلسله يوې ګينټې پورې روانه وه. دپويسو دکارروايۍ په دوران  دحمله کوونکو له لوري استعماليدونکې پوزيشنې په موثره طريقې سره په نخښه کړے شويدي چې پکښې دنزدې مارکيټ چت اؤ ديو نجي  سکول عمارت شامل ؤ. دپېښې په اطلاع ترلاسه کولو ډي پي او بنو ياسر افريدي، ايس پي رورل ، ايس پي هيډکوارټر، ايس ډي پي او رورل ټو، ايس ډي پي او سټي، ايس ايچ او منډان اؤ دپوليس لائن نه تازه نفري، اے پي سيز فوري توګه باندې پوليس پوسټ ته رسيدلي دي. دپه وخت، منظمې اؤ پېشه وارانه کارروايۍ په نتيجه کښې ترهه ګرو دشپې دتيارې نه په ګټې اخستو سره تېښته کړې ده. دپولس پوسټ فتح خيل باندې تعينات ټول اهلکار محفوظ دي، دعلاقې سيکورټي لا سخته کړے شوې ده، دغه خبرې دپوليسو لخوا جاري شوي يو بيان کښې شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي