دوزيراعلى دکرمې دوره، ددهشت ګردۍ دمتاثرينو دکيمپ دوره،دامدادي پيکج دغزولو اعلان

Feb 5, 2026 - 10:58
 0  2
دوزيراعلى دکرمې دوره، ددهشت ګردۍ دمتاثرينو دکيمپ دوره،دامدادي پيکج دغزولو اعلان

پېښور( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  محمد سهيل افريدي  دکرمې ضلعې دمختصر دوران په وخت  ددهشت ګردۍ دمتاثرينو دکيمپ دوره   کړې ده، چرته چې  وزيراعلى په عارضي توګه دبې کوره شوو کسانو سره ليدنه کړې اؤ ددوي دمسائيلو جائزه ئې اخستې، سهيل افريدي کرمه کښې داپريشن ماثرينو لپاره دامدادي پيکج يو لک ١٠ؤ زرو نه ٢ لکه ٣٠ لکو ته دغزولو اعلان کړے اؤ وئيلي ئې دي چې   دکوربنو په کورونو کښې ميشته بې کوره کسانو ته به هم  امدادي پيکج فراهم کولے شي، ټولو متاثرينو ته به دضلع خېبر دمتاثرينو په طرز امداد فراهم کولے شي، وزيراعلى وئيلي دي چې  مونږ ته دمهذبو قومونو پشان خپل مينځي  اؤ فرقه وارانه اختلافات هيرول اؤ ترقۍ ته توجو ګرځول پکار دي، وزيراعلى  دقبائيلي بې کوره کسانو لپاره  دغبرګې پتې دمسئلې دحل کولو اعلان هم وکړو، وزيراعلى ماثرينو سره په خبرو کښې ووئيل چې  ددوي لخوا دپيش کړے شوو ټولو غوښتنو به په باريک بينۍ سره جائزه اخستل کيږي  اؤ ورته به دضلع خېبر په طرز ټول امداد پيکجونه فراهم کولے شي، ماثرينو ته په وينا کښې وزيراعلى واضحه کړه چې  دخېبرپښتونخوا حکومت به  متاثرين بې يارومدګار نۀ پريږدي اؤ ددوي به هر ممکن مدد کولے شي، دۀ ووئيل چې قبائيلي عوامو دملک لاپره بې شميره قربانۍ ورکړيدي، خپل کورونه ئې پريښي دي اؤ ددوي قربانۍ به په هيڅ صورت نظرانداز کولے نۀ شي. وزيراعلى دکرمې ماثرينو ته دهرممکن سهولت فراهم کولو احکامات جاري کړل اؤ عزم ئې تکرار کړو چې  صوبائي حکومت دمتاثره خاندانونو سره ولاړ دے اؤ ددوي دمسائيلو حل لپاره به ټول وسائيل پکار راوستلے شي. وزيراعلى دتحصيل هيډکوارټر هسپتال صدې دوره هم وکړه اؤ ددې کيټګي سي نه بي بي کښې  داپ ګريډ کولو پرانسته ئې هم وکړه، وزيراعلى صده هسپتال کښې دايمرجنسي  بلاک، مرغان روډ( سنټرل کرم) او ګورنمنټ ډګري کالج صده ريزيډنشل بلاک پرانسته هم وکړه. صوبائي وزير عاقب الله، چيف سيکرټري خېبرپښتونخوا شهاب علي شاه هم دوزيراعلى سره ملګري وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي