ټول ملک کښې په ګرانۍ کښې اضافه ريکارډ
اسلام اباد( وحدت خبر) په ملک کښې هفته واره ګرانۍ کښې 0.07 فيصده اضافه ريکارډ کړے شوې ده دکوم نه پس چې دمجموعي کليزې ګرانۍ کچه 3.53 فيصده ته رسيدلې ده. دشمارياتو ادارې ترمخه تيره هفته د١٦ؤ ضروري څيزونو په بيعو کښې اضافه شوې ده چې پکښې ترټولو زياته اضافه په ټماټرو کښې ليدل شوې ده کوم چې اووۀ پنځوس اعشاريه صفر درې فيصده ګران شويدي. همدغه شان داوږې اؤ چينۍ په بيعو کښې په ترتيب سره دوه اعشاريه شپږ اؤ دوه اعشاريه درې دوه فيصده اضافه ريکارډ کړے شوې ده. په دې دوران دغوښې، خوراکي تيلو، ايل پي جي اؤ سوزولو دلرګو په بيعو کښې هم اضافه شوې ده چې ورسره په صارفينو اضافي بوج راغلے دے، همدغه شان په رپورټ کښې وئيل شويدي چې دديارلسو څيزونو بيعې کمې شوي هم دي اؤ ددوه ويشتو قيمتونه مستحکم پاتې شويدي. دپيازو بيعه کښې دولس اعشاريه درې اتۀ فيصده اؤ دچرګ په قيمت کښې اتۀ اعشاريه صفر اتۀ فيصده کمے ليدل شوے دے، الوګان، اوړه، انډې، دال هم ارزان شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0