جنوبي وزيرستان کښې مبېنه ډرون حمله،٢٢ تنه ژوبل

May 28, 2025 - 21:21
 0  1
جنوبي وزيرستان کښې  مبېنه ډرون حمله،٢٢ تنه ژوبل

 دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې کوز جنوبي وزيرستان کښې دمبېنه ډرون حملې په نتيجه کښې ٢٢ کسان  ژوبل شويدي،

دذريعو وينا ده چې  دجنوبي وزيرستان  تحصيل برمل علاقې اعظم ورسک، مرکزي سټاپ سره نزدې په والي بال ګراؤنډ مبېنه ډرون حمله شوې ده.

دذريعو وينا ده چې  دډرون حملې نه پس په علاقه کښې دسختو ډزو تبادله شوې ده  چې پکښې هلته  په موجودو خلقو کښې  منډې ترړې جوړې شويدي

، په دې پېښه کښې ژوبل شوو کښې ماشومان هم شامل دي. ژوبل شوي کسان هيډکوارټر هسپتال وانا ته منتقل کړے شويدي،

 دهسپتال انتظاميې لخوا خلقو ته دوينې دعطيې ورکولو اپيل شوے دے.

دجنوبي وزيرستان  دقامي اسمبلۍ غړي زبير خان ددې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې  مرکزي سټاپ سره نزدې شوې دا پېښه ظالمانه اؤ غيرانساني اقدام دے چې هيڅ جواز ئې نۀ شي پيش کيدے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي