غزه، په اسرائيلي فوج دحماس حمله کښې دوه اهلکار هلاک، درې ژوبل

Oct 21, 2025 - 09:31
 0  3
غزه، په اسرائيلي فوج دحماس  حمله کښې دوه اهلکار هلاک، درې ژوبل

  دغزه ښار رفح کښې دحماس اؤ اسرائيلي فوج ترمينځ نښته شوې ده  دکومو لپاره چې دواړو  په يو بل دجنګ بندۍ دخلاف ورزۍ تورونه پورې کړيدي. دعالمي خبري ادارې ترمخه اسرائيلي فوج چې دکومو دوه اهلکارو دهلاکت تصديق کړے، ددوي پيژندګلو د کمانډنګ افيسر ٢٦ کلن  ميجر يانيو کولو اؤ اسټاف سارجنټ ٢١ کلن اتائے ياويټس په نومونو سره شوې ده. دوژل شوو دواړو فوجيانو تعلق  دنهال بريګيډ ٩٣٢ بټالين سره ؤ. حماس دا حمله  درفح جنوب مشرقي علاقه کښې هاغه وخت وکړه کله چې اسرائيلي فوج  دحماس  دسرنګونو اؤ انفراسټرکچر ملبه پورته کوله. په دې دوران دحماس جنګيالي ديو سرنګ نه راڅرګند شول اؤ په راکټ سره ئې يو ايکسيويټر په نخښه کړو، په حمله کښې دوه اهلکار په موقعه هلاک شول، داسنائپر په ډزو درې  اسرائيلي فوجيان ژوبل شوي هم دي،  ژوبل شوو کښې ديو حالت تشويشناک ښودلے شي. اسرائيلو دا پېښه  دغزه جنګ بندۍ واضحه خلاف وزري ګرځولې، حماس وائي دا علاقه داسرائيلو په کنټرول کښې وه  اؤ هلته ددوي جنګيالي متحرک نۀ وو. بلخوا حماس دعوه کړې ده چې دوي ديو بل اسرائيلي يرغمالي لاش  دريافت کړے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي