دترهه ګرو خلاف اپريشن ضروري دے، ګورنر
دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په صوبه کښې دترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره دامن قيام ضروري ګرځولے اؤ وئيلي ئې دي چې دملک اؤ قوم دشمنو دهشت ګردو خلاف انټلي جنس بيسډ اپريشن ضروري دے، دګورنر دپريس سيکرټري لخوا جاري کړے شوې اعلاميې ترمخه ګورنر فيصل کريم کنډي دوفاقي داخله وزير محسن نقوي سره دهغه په کور کښې ليدنه کړې ده چې پکښې په خېبرپښتونخوا کښې دامن وامان صورتحال اؤ دهشت ګردۍ پهاوسنيو پېښو تفصيلي خبرې شويدي. په ملاقات کښې دصوبې په مختلفو ضلعو کښې دفتنة الخوارجو خلاف جاري اپريشن، پاک افغان صورتحال باندې خبرې اترې شويدي اؤ په خېبرپښتونخوا کښې دپائيداره امن قيام لپاره دبهارتي حمايت يافته فتنة الخوارجو خلاف په موثره کارروائيو سيکورټي فورسز ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړے شويدي. ګورنر اؤ دداخله وزير لخوا پوليس ټريننګ سنټر اؤ نادرا افس ډي ائي خان باندې ددهشت ګردو حمله کښې شهيد شوو پوليس اهلکارو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړے شويدي. ګورنر ووئيل دخېبرپښتونخوا عوام دامن داعيان دي، دخېبرپښتونخوا ترقۍ اؤ خوشحالۍ لپاره دامن قيام ضروري دے. داخله وزير محسن نقوي ووئيل دبهارتي حمايت يافته دهشت ګردو ناوړه عزائم به کاميابيدو ته نۀ پريږدو. ددهشت ګردۍ خلاف دخېبر پښتونخوا دعوامو قربانيو ته دقدر په سترګه ګورو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0