طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کوو، جنيد اکبر

Oct 11, 2025 - 21:14
 0  4
طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کوو، جنيد اکبر

پېښور( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف  رهنما جنيد اکبر وئيلي دي چې  طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کوو، جنيد اکبر وئيلي دي چې  هم دخبرو اترو دلارې حل راوتلے شي، دۀ وئيلي دي چې  دا څه پنجاب نۀ دے، دلته به دعوامو په خبره معاملې مخ په وړاندې ځي، دۀ ووئيل چې دپخوانۍ فاټا نه دوزيراعلى دراوستلو مقصد دقبائيلي عوامو دمحروميو لرې کول دي، دۀ ووئيل چې  دوزيراعلى دانتخاب لپاره خنډونه اچول کيږي، داسې اقداماتو سره به دفاټا عوامو ته غلط پيغام ځي، دۀ ووئيل چې دصوفي محمد په تحريک کښې لاس دچا دے؟ ټولو ته پته ده، نصيرالله بابر پخپله وئيلي وو چې مونږ دهشت ګردو ته ټريننګ ورکړے دے، د٢٢ؤ اپريشنو څه اثر وشو؟

 په سهيل افريدي پارټۍ اعتماد وکړو، پارټي به هغه کاميابوي، دپخوانۍ فاټا نه دوزيراعلى دراوستلو مقصد دقبائيلي عوامو دمحروميو لرې کول دي، په پېښور کښې پريس کانفرنس ته په وينا کښې  جنيد اکبر ووئيل چې  په ١٤ؤ زرو لويو اؤ وړو اپريشنو کښې دهشت ګردي سيوا شوې که کمه شوې ده، داسې واقعاتو سره دادارو اؤ عوامو ترمينځ فاصلې سيوا کيږي. جنيد اکبر ووئيل چې مونږ دطالبانو سره دخبرو اترو پلوي يو. زۀ غواړم چې  اسټيبلشمنټ پلوه جوړ شم، داسټيبلشمنټ اؤ عوامو ترمينځ فاصلې کمول غواړو. دۀ ووئيل چې دسيف هاؤس استوګن په کے پي هاؤس کښې نۀ شي کښينول کيدے، څوک دې په غلط فهمۍ کښې نۀ اوسي، مونږ مفاهمت غواړو، په جبر اؤ ظلم دبهټو نوم نۀ ختم نۀ شو. زمونږ پارليماني غونډه شوې ده ٩٢ غړي به سهيل افريدي ته ووټ ورکوي، زمونږ پارټي اؤ ټول کارکنان دسهيل افريدي سره ولاړ دي، سهيل افريدے به وزيراعلى منتخب کوو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي