دهند لخوا کومه مهم جولائي دامکان نه خارج نۀ ده، ددفاع وزير
د دفاع وزير خواجه آصف ويلي دي چې د هندوستان له خوا کومه مهم جوئي (ايډونچر) ناممکنه نه ده، خو په هغه څه چې هندوستان ته به زيان رسيږي په اړه به ئې هغوي خامخا سوچ وکړي. په „جيو نيوز“ پروګرام „نيا پاکستان“ کښې د خبرو پۀ مهال خواجه آصف وويل چې هند ماتې خوړلې او ښائي د خپل اعتبار د بحالولو او کورني فشار د کمولو لپاره تاوتريخوالي ته لاس واچوي د دفاع وزير وويل چې په سياسي لحاظ په هند کښې ډېر تاوان روان دے؛ مونږ هغه تاوان چې هند رسيدل وو رسولے دے، د هند خلق له خپلو مشرانو څخه پوښتنه کوي چې له هېواد سره مو څه کړي دي. هند په نړيواله کچه تنها کېږي او پاکستان ته د بېلابېلو هېوادونو له لوري ستائينه ترلاسه کيږي، هند به له کوم اقدام کولو مخکښې به خامخا فکر وکړي څو نور تاوان ونه ګالي؛ هند فکر کولو چې زمونږ هيچ ډول مقابله نشته او ځان ئې د سيمې مشر ګڼلے و. د غزې د سولې پلان په اړه خواجه آصف وويل چې په غزه کښې سوله د نيتن ياهو سياسي مرګ دژ، خو د دې سره سره د سولې د پلان د عملي کېدو هيله شته.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0