نوښار، شوکمارو په مزاحمت دټرک ډرائيور قتل کړو
نوښار(سيد نديم مشواني) دپوليسو وينا ده چې په چراټ سيمنټ فيکټرۍ پلوسۍ ميره روډ دشوکې اؤ قتل يوه پېښه مخې ته راغلې ده چې پکښې يو ډرائيور وژل شوے دے. دسيمنټو ټرکو لوټ کولو په دوران ډرائيور مزاحمت کړے چې په دې شوکمارو په هغه ډزې کړيدي، دشوکمارو په ډزو ژوبل شوے ډرائيور سعيدشاه دسوات اوسيدونکے دپېښور ليډي ريډنګ هسپتال ته دمنتقلۍ په دوران په لاره کښې ساه ورکړې ده، شپږو نقاب پوشو شوکمارو ناکه لګولې وه، دسيمنټو ټرک ډرائيور نه پينځه اتيا زره روپۍ اؤ موبائيل فون تروړل شويدي، دغه خبره مړ شوي ډرائيور دمړينې نه وړاندې پخپل بيان کښې کړې ده مړے دپوسټ مارټم لپاره ميا راشد ميموريل هسپتال پبو ته وړل شوے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0