چارسده، دزهرژنو اوبو څښلو له امله مور او دوه کم عمره بچي مړۀ
د مندني تاڼې په حدودو کښې يو ډېر د افسوس وړ پېښه رامنځته شوې ده چرته چې د زهرژنو اوبو څښلو له وجې يوه مور او د هغې دوه واړه ماشومانو ژوند له لاسه ورکړے دے. د مړو شوو ماشومانو عمرونه د پنځه کلونو نه کم ښودل کېږي. د تنگۍ DSP د وينا له مخې، د ابتدائي معلوماتو ترمخه پېښه کښې دوه ماشومان او د هغوي مور وفات شوي دي. پوليسو د خوراک او اوبو نمونې اخيستي دي او د اصل وجې معلومولو لپاره د پوسټ مارټم رپورټ ته انتظار کېږي. هغه وويل که چيرته کوم غفلت يا مجرمانه عمل ثابت شو، نو د ذمه وارو خلاف به سخت قانوني ګامونه پورته شي. يو مقامي اوسېدونکي رسنيو ته وويل چې تېر ماښام ماشومانو او مور ډوډۍ وخوړه او بيا ئې اوبه وڅښلې، چې وروسته يې حالت خراب شو. “ماشومانو ته د ډوډۍ نه پس په زړه کښې تکليف محسوس شو نو مور ئې اوبه ورکړې، چې له هغه وروسته يې حالت لا خراب شو.” د عيني شاهد له مخې، چې کله ئې حالت خراب شو نو مور خپل خاوند ته کال وکړو، خو د يو ساعت دننه دواړه ماشومان وفات شول، او مور يې بله ورځ په روغتون کښې ساه ورکړه. د مقامي سرچينو له مخې، د ماشومانو پوسټ مارټم پرون شوے و، او مور ئې په روغتون کښې وفات شوې ده. د دې غمژنې پېښې له امله په سيمه کښې د سخت خفګان فضا خوره ده، او خلق د پېښې د مکمل تحقيقاتو غوښتنه کوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0