بلوچستان کښې درې مختلفې کارروايۍ،١٨ ترهه ګر ووژل شول

Oct 1, 2025 - 15:44
 0  1
بلوچستان کښې درې مختلفې کارروايۍ،١٨ ترهه ګر ووژل شول

 د امنيتي ځواکونو لخوا د بلوچستان په دريو مختلفو ضلعو کښې د استخباراتي معلوماتو پۀ اساس عمليات ترسره شوي، چې پکښې 18 هغه ترهګر وژل شوي دي چې ويل کېږي د هند ملاتړ ئې   درلودو. د دې عملياتو پۀ مهال د سختې نښتې له امله دوه امنيتي سرتېري هم ژوبل شوي دي. د امنيتي سرچينو په وينا، عمليات د شپې پيل شول، کله چې ګډو استخباراتي ادارو ته په غزا بند  غرايزې سيمې  مښې د ترهګرو د يوې ډلې د شتون کره معلومات ترلاسه شول. سرچينو وويل، دې ډلې د بېلا بېلو ترهګريزو فعاليتونو سره تړاو لرلو، او دا د هغو ناقانونه تنظيمونو برخه وه چې ګمان کېږي د هند له خوا  ئې ملاتړ کيږي. په ګډو عملياتو کښې د فرنټير کور (FC)، د پاکستان پوځ او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ګډون کړے. امنيتي سرچينې وايي چې کله ځواکونو سيمه محاصره کړه، ترهګرو سخت مقاومت وکړو او ډزې ئې پيل کړې. شاوخوا دوه ساعته نښته روانه وه چې په ترڅ کښې ئې 10 ترهګر ووژل شول. د وژل شوو ترهګرو له ډلې ځينې پېژندل شوي، چې مخکښې هم په ترهګريزو بريدونو کښې ئې  لاس درلودو. د وژل شوو ترهګرو مړي له سيمې انتقال شوي، او د دوي د وينې نمونې او د ګوتو نخښې د لا نورو تحقيقاتو لپاره خوندي شوي دي. په نښته کښې دوه امنيتي سرتېري په ګوليو لګېدلي، چې سمدلاسه د کوئټې يو پوځي روغتون ته انتقال کړل شوي دي. د طبي سرچينو په وينا، د دواړو حالت د خطر نه بهر دے او تر درملنې لاندې دي. امنيتي ځواکونو ويلي، د عملياتو پۀ مهال هېڅ ولسي وګړي ته زيان نه دے اوښتے، خو سيمه مکمل تړل شوې وه تر څو ترهګر  تېښته ونۀ کړي. له وژل شوو ترهګرو څخه چې کومې وسلې ترلاسه شوې دي، پکښې AK-47 رايفلونه، لاسي بمونه، راکټ لانچرونه، درنې ماشينګڼې، او زيات شمېر مهمات شامل دي. سرچينو ويلي، دا وسلې د مختلفو بريدونو لپاره تيارې شوې وې. ټول وسايل نيول شوي او تفصيلي پلټنې پرې روانې دي. دغه عمليات د بلوچستان په وروستيو ورځو کښې د ترهګرۍ د زياتوالي په پس منظر کښې ډېر مهم ګڼل کېږي. بل خوا، په ضلع ژوب او ضلع شيراني کښې هم امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پۀ بنسټ عمليات ترسره کړل، چې هلته هم د ترهګرو او سرتېرو ترمنځ نښته وشوه. امنيتي سرچينې وايي، چې په دې نښته کښې د "فتنه الخوارج" ډلې 8 ترهګر وژل شوي، او له دوي څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. ياده دې وي، چې  اوړمه ورځ د کوئټې ښار په ماډل ټاون سيمه کښې د ايف سي دفتر ته نږدې يوه ځانمرګي بريد کښې 12 ولسي وګړي شهيدان شول، ګڼ نور ژوبل شول، او 6 ترهګر ووژل شول. د آي‌اېس‌پي‌آر په وينا، امنيتي ځواکونه د ټول هېواد د ترهګرۍ نه پاکولو ته ژمن دي، او دا ډول عمليات به روان وي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي