چارسده کښې پوليسو مقابله کښې دوه اشتهاري مجرمان ووژل شول
چارسده کښې پوليسو مقابله کښې دوه اشتهاري مجرمان وژل شويدي، دغه مقابله دپړانګ تاڼې حدودو کښې شوې ده. دپوليسو وينا ده چې ملزمانو څو ورځې وړاندې سپاهي فصيح الدين خان شهيد اؤ اے ايس ائي قيصر خان ژوبل کړے ؤ، دوه ملزمان په تېښته کښې کاميابو دوه کلاشنکوفې اؤ دوه موټرسائيکلې هم برامد شويدي. په اطلاع دډي ايس پي سټي زرداد علي خان په قيادت کښې پوليس نفري تعينات کړے شوې اؤ په سروس روډ دشاړه ماجوکے سره نزدې ناکه بندش وې وه. ملزمانو په پوليسو ډزې کړي، پوليسو پجوابي ډزو کښې دوه اشتهاري مجرمان وژلي، دملزمانو پيژندګلو دشاه سعود اؤ روحيل په نومونو سره شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0