کوهاټ کې د رېسکيو ادارې دوه اهلکار دسکرو درنګ کښې مړۀ
کوهاټ (نعمت الله خان) د کوهاټ ضلعې د ادم خېل په دره کې د سکرو په يوه کان کې د ايسار شوي کارګر د ژغورلو پر مهال د رېسکيو 1122 ادارې دوه اهلکارو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د رېسکيو وياند جواد اپرېدي ويلي، پېښه د سېپټمبر پر ۱۸مه ماښام رامنځته شوې وه. د ده په وينا، د ژغورنې پر مهال د باراني اوبو له امله د سکرو په کان کې د ستونزو پر وخت د رېسکيواهلکار روح الامين او صلاح الدين په ګډون په کان اېسار شوي کارګر هم ژوند بايللی.
د ادم خېلو دره کې ګڼ شمېر د سکرو کانونه شتون لري چې وخت نا وخت پکې د کانونو د نړېدو او اوبو د ډکېدو له امله داسې پېښې رامنځته کېږي چې پکې کان کېندونکي ټپي کېږي او يا هم خپل ژوند لاسه ورکوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0