دمچني ګيټ تاڼې حدودو کښې په ډزو پوليس افسر قتل

Sep 9, 2025 - 14:53
 0  1
دمچني ګيټ تاڼې حدودو کښې په ډزو پوليس افسر قتل

 دمچني ګيټي تاڼې حدودو تلرزئي کښې په ډزو   دپېښور پوليس  اے ايس ائي  وژل شوے دے چې  پيژندګلو ئې دصفدر خان په نوم سره شوې ده، دپوليس ذريعو وينا ده چې  دمړ شوي صفدر خان نومې اے ايس ائي  تعلق دچارسدې دترناب  سيمې سره دے، دهغه مړے  دمچني ګيټ تاڼې حدودو نه ترلاسه شوے دے، پوليس رپورټ کښې وئيل شويدي چې پوليس اهلکار په پهاړي پوره تاڼه انويسټي ګيشن کښې تعينات ؤ.  پوليسو دپېښې له ځايه شواهد راټول کړيدي، وژل شوے تن اے ايس ائي ښودل کيږي چې په ګولو سورے مړے ئې ترلاسه شوے دے، دهغه فون  اؤ نور سامان غائب دي، داے ايس ائي صفدر خان دلاسو ګوتې اؤ ځينې نورې برخې هم غائبې دي، دهغه دمړي نه په لږه فاصله کښې يو ګاډے ولاړ ؤ. په پوليس لائنز کښې ئې وروسته دجنازې لمونځ ادا کړے شوے دے، سي سي پي او او نورو چارواکو دپېښې دځائے دوره کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي