غزه کښې داسرائيلو حملې،21 فلسـطينيان شهيدان

Sep 7, 2025 - 22:05
 0  1
غزه کښې داسرائيلو حملې،21 فلسـطينيان شهيدان

 د اسراييلي پوځ لخوا په غزه کښې پۀ مکتبونو، خېمو او کورونو بريدونه زيات شوي دي، چي د ورځې په اوږدو کښې شويو بريدونو کښې نور 21 کسان شهيدان شوي دي.   د قطر د نشراتي ادارې ’الجزيره‘ د راپور له مخې، اسراييلي قابض پوځ د غزه ښار په لويديځه برخه کښې پۀ "الفارابي مکتب" بريد کړے، چي لږ تر لږه 8 کسان پکښي شهيدان شوي دي. ياد مکتب هغه ځاي و چي بې کوره فلسطينيانو پکي پناه اخيستې وه   بل بريد د غزې ښار په شيخ رضوان سيمه کي شوي، چيرته چي د لږ تر لږه 9 کسانو شهادت تاييد شوے، چې پکښي 4 ماشومان هم شامل دي.   همداراز، اسراييلي پوځ د رِمال په سيمه کي د بې کوره خلقو پر يوه خيمه بريد کړي، چي پکښې 2 ماشومان شهيدان شوي او ګڼ شمير نور کسان ټپيان شوي دي. 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي