خېبرپښتونخوا،٤٨ؤ کښې دسيلابونو دلاسه 340 کسان مړۀ،50 بې درکه

Aug 16, 2025 - 22:50
 0  1
خېبرپښتونخوا،٤٨ؤ کښې دسيلابونو دلاسه 340 کسان مړۀ،50 بې درکه

خېبرپښتونخوا کښې دطوفاني بارانونو اؤ  تندر راپريوتو وروسته دسيلابي صورتحال په سبب په ٤٨ؤ ګينټو کښې  دشوو مرګونو شمير ٣٤٠ؤ ته رسيدلے دے. دپي ډي ايم اے ترمخه  بونير دصوبې ترټولو زياته متاثره ضلعه ده چرته چې په ٤٨ؤ ساعتو کښې ٢٠٤ کسان پحق رسيدلي دي. رپورټ کښې وئيل شويدي چې ١٢٠ کسان ژوبل شويدي، دډپټي کمشنر کاشف قيوم خان ددفتر ترمخه ٥٠ کسان تراوسه بې درکه دي. دپي ډي ايم اے درپورټ ترمخه شانګله کښې ٣٦، په مانسهره کښې ٢٣، په سوات کښې ٢٢، په باجوړ کښې ٢١، په بټګرام کښې ١٥، په کوز دير کښې ٥ اؤ په ايبټ اباد کښې يو ماشوم ډوب شوے اؤ پحق رسيدلے دے. انفرانسټرکچر ته درسيدلي نقصان په حواله وئيل شويدي چې ١١ کورونه په مکمله توګه تباه شويدي  اؤ ٦٣ په جزوي توګه متاثره دي. دسوات دوو اؤ دشانګلې يو سکول ته هم نقصان رسيدلے دے. دخېبرپښتونخوا  حکومت سختې متاثره غرايزې ضلعې بونير، باجوړ، سوات، شانګله، مانسهره اؤ بټ ګرام افت زده ګرځولي دي.  دخېبرپښتونخوا حکومت په ايکس يو پوسټ کښې وئيلي دي چې پي ډي ايم اے ته ديو ارب  روپو فنډز جاري کړے شوے دے چې دغه شان  په وخت معاوضه،تياري اؤ دکومې بدې پېښې  مخنيوي لپاره ردعمل ممکن شي.  حکومت خپل کميونيکيشن اينډ ورکس ډيپارټمنټ لپاره هم ديو ارب اؤ ٥٥ کروړو روپو نه زيات فنډز مختص کړے دے. بلخوا دخېبرپښتونخوا بونير، سوات اړ باجوړ ضلعو کښې  دپاک فوج اؤ فرنټئير کور فلډ ريليف اپريشن روان دے. دپاک فوج هيلي کاپټرو کښې راشن اؤ نور سامان متاثرينو ته فراهم کولے شي. سيلاب ځپليو علاقو نه خلق محفوظو علاقو ته منتقل کولے شي. دپاک فوج نورې دستې هم ريليف اپريشن کښې دبرخې اخستو لپاره روانې کړے شويدي.بلخوا  پيربابا بونير کښې د٤١ؤ کسانو دجنازې اجتماعي لمونځ ادا کړے شوے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي