ډي ائي خان کښې يو ترهه ګر ووژل شو، دوه ژوبل
دخېبرپښتونخوا په ډيره اسماعيل خان سيمه کښې دترهه ګرو حمله په شا تمبول شوې ده، پوليسو سره په نښته کښې يو دهشت ګرد وژل شوے اؤ دوه نور ژوبل شويدي.
دډيره اسماعيل خان هتاله تاڼې حدودو علاقه ملنګ سره نزدې دهشت ګردو دپوليس پارټۍ دپه نخښه کولو کوشش کړے دے خو دډيره اسماعيل خان پوليسو کوټلې کارروائي کړې ده اؤ دترهه ګرو حمله ئې پشا تمبولې ده.
دپوليسو جوابي کارروايۍ کښې دکالعدم تحريک طالبان ګنډاپور ګروپ سرګرم دهشت ګرد فتح ولد حنان هلاک شوے اؤ دوه نور ژوبل شويدي.
دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد په دې کارروايۍ دپوليس ځوانانو ستائينه کړې اؤ په کارروايۍ کښې دشاملو افسرانو او ځوانانو لپاره ئې دانعامونو اعلان کړے دے.
ډي ائي خان، کارروائي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0