خېبرپښتونخوا، په زرګونو سکولونه دباونډري وال اؤنورو اسانو نه محروم

Jun 21, 2025 - 15:42
 0  3
خېبرپښتونخوا، په زرګونو سکولونه  دباونډري وال اؤنورو اسانو نه محروم

 په خېبرپښتونخوا کښې دزرګونو سکولونو دباونډري وال اؤ نورو سهولتونو نه دمحروميدو انکشاف شوے دے

 سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ کښې دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ  اجلاس ته په وينا کښې صوبيه شاهد ووئيل د سي ايم سيکرټريټ لګښتونه  دترقياتي لګښتونو نه دولس فيصده زيات شويدي

 دې ووئيل چې  دپي ټي ائي نااهلي ده چې صوبه مقروضه کړے شوې ده، کليز دصوبې امدن اتۀ فيصده نه کم دے،  لګښتونه دولس فيصده نه سيوا شويدي، دفنډزم عدم استعمال دحکومت نااهلي ده

 صوبه شاهد ووئيل چې دايليمنټري ايجوکيشن  دتيرکال بجټ درې سوه شپږ ديرش اربه روپۍ ؤ، چې پکښې صرف څوارلس فيصده استعمال شوے دے، دوه نيم زره سکولونه دباونډري وال اؤ نورو سهولتونو نه محرومه دي

 دې ووئيل چې  د وزيراعلى دخپلې حلقې ګومل يونيورسټۍ کښې  تنخاګانې نۀ دي ورکړے شوي، په ريګي ماډل ټاؤون زو ١ اؤ زون ٢ کښې  کوم ترقياتي کار نۀ دے شوے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي