کوهاټ، زنانه ډاکټره دنامعلومو وسله والو په ډزو قتل
کوهاټ( وحدت خبر) کوهاټ کښې زنانه ډاکټره دنامعلومو وسله والو په ډزو قتل کړے شوې ده، صدر ينګ ډا:ترز ايسوسي ايشن کوهاټ وئيلي ډسټرکټ هسپتال کښې دډيوټۍ مکمل کولو نه پس رکشه کښې په روانې ډاکټر مهوش دهسپتال سره نزدې وسله والو ډزې کړيدي چې په نتيجه :ښې ئې هغه په حق رسيدلې ده. ينګ ډاکټرز ايسوسي ايشن وئيلي څليريشت ګينتې خدمات ترسره کوونکې طبي عملې لپاره مناسبه سيکورټي نۀ شي ورکولے چې په دې دوي سخت دتشويش اظهار کوي. دپېښې خلاف ردعمل ورکولو سره ډاکټرانو دکوهاټ ټولو سرکاري هسپتالونو کښې دهړتال اعلان کړے دے، ائنده مرحله کښې دهړتال صوبائي کچې ته دخورولو اشاره هم ورکړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0