لکي مروت کښې ددهشت ګردو دکواډ کاپټر نه په پوليسو حمله، دوه پوليس ژوبل
لکي مروت( وحدت خبر) دخېبرښتونخوا په لکي مروت کښې دفتنه الخوارجو لخوا دکواډ کاپټر دلارې په پوليسو حمله شوې ده چې په نتيجه کښې ئې دوه اهلکار ژوبل شويدي. په لکي مروت کښې دفتنه الخوارجو کواډ کاپټر حمله کښې زخمي پوليس اهلکارو ته پۀ فوري توګه دطبي امداد ورکړے شوے اؤ خليفه ګل نواز هسپتال ته منتقل کړے شويدي. ډاکټرانو ددواړو اهلکارو حالت دخطرې نه بهر ښودلے دے. دډي ائي جي بنو ريجن سجاد خان په هدايت دلکي مروت پوليس، امن کميټۍ اؤ بنو پوليس درنه نفري موقعې ته رسيدلې اؤ علاقه کښې ئې سرچ اينډ کلئيرنس اپريشن شروع کړے دے. دکارروايۍ په دوران پوليسو په وخت اؤ موثره کارروائي کړې اؤ د دهشت ګردو يو کواډ کاپټر ئې رانسکور کړے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0