دافغان طالبانو په نوې فوجداري ضابطه دپاکستان علما کونسل اندېښنه
اسلامآباد( وحدت خبر) د پاکستان علما کونسل د افغان حکومت د نوې فوجداري ضابطې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده۔ د پاکستان علما کونسل د افغان حکومت د حکمونو په اړه تشويش ښودلے او ويلي ئې دي چې د اسلامي شريعت په نوم ټولنه په غلام او آزاد ويشل د اندېښنې وړ خبره ده۔ د دوي په وينا، د افغان حکومت حکمونه د قرآن او سنتو مطابق نه دي . پاکستان علما کونسل ويلي چې د افغان طالبانو حکومت ځان اسلامي شرعي حکومت بولي، نو پکار ده چې په دې معاملو خپل موقف زر تر زره د نړۍ مخې ته واضح کړي۔ د جاهليت د دورې قانونونه او رواجونه بايد د اسلام په نوم بيا نافذ نه شي۔د پاکستان علما کونسل په جاري کړي بيان کښې ويل شوي چې کوم طرز اختيار شوے دے، هغه د انسانيت سپکاوے او توهين ښکاري۔ دا ډول حکمونه شرعي نه دي، بلکې دا د نوي جاهليت دور بلل کېدے شي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0