دعمران خان په هدايت دپي ټي ائي اؤ اسټيبلشمنټ ترمينځ دروغې کوششونو کښې مصروف يم، بيرسټر سيف

Jan 9, 2026 - 10:55
 0  9
دعمران خان په هدايت دپي ټي ائي  اؤ اسټيبلشمنټ ترمينځ دروغې کوششونو کښې مصروف يم، بيرسټر سيف

پېښور( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا دوزيراعلي داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه پخواني مرستيال بيرسټر محمد علي سيف وئيلي دي چې  دعمران خان په هدايت دپي ټي ائي  اؤ اسټيبلشمنټ ترمينځ دروغې کوششونو کښې مصروف يم، بيرسټر سيف دي نيوز سره په خبرو کښې وئيلي دي چې  هغه دعمران خان اؤ بشرى بي بي دواړو رهايۍ ته ليواله دے اؤ ددې مقصد لپاره چې څه ممکن کردار ادا کيدے شي، ادا کولو ته ئې تيار دے، دۀ وئيلي دي چې دعمران خان لخوا ورته  دشوي اخري هدايت مطابق  هغه دپي ټي ائي اؤ اسټيبلشمنټ ترمينځ  په رابطو کښېدسهولت کارۍ کردار ادا کوي. دبيرسټر سيف ترمخه داسټيبلشمنټ سره  هغه دلسيزو راهسې رابطې لري، هغه دا رابطې صرف دخپل قائد اؤ پارټۍ دمدد لپاره استعمالوي،  بيرسټر سيف  دعمران خان سره اخري ملاقات تيرکال په څلورم نومبر اډياله جيل کښې کړے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي