ترکي، دنوي کال په اغاز دترهه ګرۍ لويه منصوبه ناکامه، دداعش ٣٥٧ غړي ګرفتار

Dec 31, 2025 - 23:47
 0  1
ترکي، دنوي کال په اغاز دترهه ګرۍ لويه منصوبه ناکامه، دداعش ٣٥٧ غړي ګرفتار

ترکي کښې   دنوي کال په اغاز دترهه ګرۍ لويه منصوبه ناکامه کړے شوې ده اؤ په يوه ورځ کښې  دملک په ٢١ؤ صوبو کښې اپريشن شوے دے چې پکښې  دداعش ٣٥٧ غړي نيول شوي دي ، دترک داخله وزير لخوا  دکارروائيو په اړه وئيل شويدي چې   په اپريشن کښې پوليسو، دترهه ګرۍ دمخنيوي اؤ انټلي جنس ادارو برخه اخستې ده. دۀ وئيلي دي چې ترکيه دترهه ګرۍ خلاف په زيرو ټالرنس پاليسۍ په سختۍ سره عمل کوي اؤ چاته هم  دترهه ګر تنظيم دملک دننه دمنظم کيدو اؤ يا دسرګرميو جاري ساتلو اجازت نۀ شي ورکولے. داستنبول دچيف پبلک پراسيکيوټر افس ترمخه په ښآر کښې يوسل لس داسې مشکوک کسان نيول شويدي چې دنوي کال په موقعه دترهه ګرو حملو په منصوبه بندۍ کښې مصروف وو. دچارواکو وينا ده چې ددې کسانو په سرګرميو خفيه  نګراني روانه وه دکوم نه پس چې کارروايۍ شويدي. بل اړخ ته دانقره چيف پبلک پراسيکيوټر افس دداعش سره دتړلو اوولسو مشکوکو کسانو دګرفتارۍ دوارنټ جاري کيدو تصديق کړے دے چې پکښې يوولس غيرملکي وګړي هم شامل ديز دترک سيکورټي ادارو له دې وړاندې هم په استنبول کښې کارروايۍ کړي او دسلو نه زيات مشکوک دداعش غړي ئې نيولي وو. دچهاپو په دوران په لوئې مقدار کښې وسله اؤ نور مشکوک مواد هم برامد کړے شوي وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي