داسرائيلو په غزه کښې ٣٦ؤ امدادي ادارو ته دکار بندولو حکم

Dec 31, 2025 - 23:45
 0  0
داسرائيلو په غزه کښې ٣٦ؤ امدادي ادارو ته دکار بندولو حکم

 اسرائيلو  دجنګ نه متاثره غزه کښې دامدادي سرګرميو ترسره کوونکو شپږ ديرشو بين الاقوامي ادارو ته  وارننګ جاري کړے دے چې پکښې وئيل شويدي چې ترڅو هغوي  دنوو قوانينو لاندې لګيدلي شرائط نۀ وي پوره کړي، ورته به په علاقه کښې دکار کولواجازت نۀ شي ورکولے، داسرائيلي  چارواکو ترمخه په غزه کښې کارکوونکي غيرسرکاري تنظيمونه دنوو قواعدو دتعميل نه بغير خپلې سرګرمۍ جاري نۀ شي ساتلے، په دې ادارو کښې ډاکټرز ود اوټ بارډرز، نارويجن ريفيوجي کونسل، کيئر انټرنيشنل، انټرنيشنل ريسکيو کميټي، اکسفيم اؤ کيريټس پشان لوئې خيراتي ادارې هم شامل دي  چې په غزه کښې متاثره او دلوږې ښکار ماشومانو ته امداد فراهم کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي