دلکي مروت اؤ بنو پوليس، سي ټي ډي اؤ امن کميټيو مشترکه اپريشن،٦ ترهه ګر هلاک
لکي مروت( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا لکي مروت اؤ بنو پوليس، سي ټي ډي اؤ امن کميټيو مشترکه اپريشن کړې دے چې پکښې ٦ ترهه ګر هلاک کړے شويدي، اپريشن دلکي مروت حدودو تختي خيل کښې شوے دے. دپوليسو لخوا جاري شوي بيان ترمخه دفتنه الخوارجو سره تعلق لرونکو عناصرو لخوا دډرون کاپټر دلارې اولسي ابادي بيا، بيا په نخښه کړے شوې ده چې پکښې ګڼ اولسي وګړي ژوبل شويدي، علاقه په مکمله توګه ګيره کښې اخستل شوې، سرچ اؤ دکلئيرنس اپريشن سلسله روانه ده. دخېبرپښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد دبنو ريجن پوليس ته شاباشے ورکړے دے اؤ دعلاقائي امن قيام لپاره ئې دشوو کارروائيو ستائينه کړې ده، هغه وئيلي دي چې دعوامو دځان ومال حفاظت لپاره دخېبرپښتونخوا پوليس دخارجي دهشت ګردو خلاف سرګرم دي، علاقه به دامن کور جوړوو نو هله به په ارام کښينو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0