باجوړ کښې دسيکورټي فورسز اپريشن، درې ترهه ګر ووژل شول
خار( وحدت خبر) په قبائيلي ضلعه باجوړ کښې سيکورټي فورسز اپريشن کړے دے چې پکښې درې ترهه ګر وژل شويدي، دائي ايس پي ار دبيان ترمخه دباجوړ په کوټو کوټ سيمه کښې امنيتي ځواکونو دترهه ګرو خلاف کارروائي کړې ده، دبيان ترمخه دکارروايۍ په دوران دوژل شوو ترهه ګرو نه وسله اړ بارودي مواد هم برامد شويدي. له دې وړاندې هم باجوړ اؤ دخېبرپښتونخوا په نورو ضلعو کښې په دې وروستيو کښې دترهه ګرو خلاف دغه شان کارروايۍ ترسره شويدي چې پکښې په لسګونو ترهه ګر وژل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0