په کوهاټ کې د افغان کډوالو ابتدايه ښوونځي تړل شوي او بېرته ستنېدو امر ورته شوی
کوهاټ ( نعمت الله خان ) په کوهاټ ولسوالۍ کې د افغان ماشومانو لپارد ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( يو اېن اېچ سي ار ) په مالي ملاتړ له کلونو راهيسې فعاليت کوونکي ابتدايه ښووځي د مرکزي حکومت په لارښوونه د کوهاټ ځاې چارواکو په امر وتړول شول.
دغه ښوونځي چې د افغان کډوالو په پنډغاليو يا کپمونو کې د کډوالو هلکانو او نجونو ته پکې ابتدايه زدکړې ورکړل کېدې د دسمبر پر 10نېټه يې فعاليت ودرول شو.
په دغه ښووځيو کې ټولټال په سلګونو شمېر کې هلکانو او نجونو خپل لومړنۍ زدکړې ترسره کولې.
بلخوا د کوهاټ ولسوالۍ انتظاميه چارو مشر يا ډپټي کمشنر رحيم الله مسيد د افغان کډوالو مشرانو خپل دفتر ته ورغوښتي او ورته ويلي يې د چې ژر تر ژره د بېرته خپل هېواد ته کډې وکړي چې په دغه بېرته تګ بهير مهال به د ايالتي حکومت لخوا ستنېدونکې هرې يوې کورنۍ سره يو څو نغدي کلدارۍ مرسته هم کولای شي.
د تړل شويو ښوونځي يو استاد چې د نوم نه خپرېدو په شرط وحدت نيوز ته وويل، په ښوونځيو کې درسي مواد او دوی ته ورکړل شوي ټبلېټونه ترې بېرته اخيستل شوي او ورته ويل شوي د نور باید دندې ته رانشي.
په کوهاټ ولسوالۍ کې بيا د افغان کډوالو مشرانو دريځ دی چې په دغه يخ موسم کې بېرته تګ مهال پر مهال کډوال له ګڼو ستونزه سره مخ کېدای شي ځکه چې ډېری شمېر کې افغان کډوال چې کلنونه راهيسې په پاکستان کې د کډوالۍ په توګه ژوند کړی په خپل هېواد د سرپناهۍ ځای نه لري.
دغه کډوال کوهاټ کې په لوی کچ کاروبارونه لري چې په سملاسي توګه نشي کولای خپل کاروبارونه راټول کړي.
کډوالو مشران له حکومتي چارواکو څخه په هره غونډه کې په بيا ۔ بيا دريځ خپل کړی چې په پاکستان کې ډېره په ښه او با عزته توګه وخت تېر کړی او د پاکستان حکومت او ولس د کوربتوب منندوی دي خو د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره دې يوه داسې پاليسي بايد جوړه شي چې مبهمه نه وي او افغان کډوال په مناسبه موده کې په ډېر درناوی سره خپل هېواد ته ستانه شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0