صدرمملکت دفيلډ مارشل سيد عاصم منير دچيف اف ډيفنس فورسز دتعيناتۍ سمري منظور کړه

Dec 5, 2025 - 15:26
 0  5
صدرمملکت دفيلډ مارشل سيد عاصم منير دچيف اف ډيفنس فورسز دتعيناتۍ سمري منظور کړه

 وزيراعظم شهبازشريف دفيلډ مارشل سيد عاصم منير  دچيف اف ارمي اسټاف اؤ چيف اف ډيفنس فورسز دتعيناتۍ  سمري منظورۍ لپاره ايوان صدر ته ليږلې وه،  صدرمملکت اصف علي زرداري دفيلډ مارشل سيد عاصم منير دچيف اف ډيفنس فورسز دتعيناتۍ سمري منظور کړې ده.

هغه دچيف اف ډيفنس فورسز  په توګه دپينځه کلونو مودې لپاره تعينات کړل  شوے دے.

صدر اصف علي زرداري دچيف اف ايئر اسټاف ظهير احمد بابر سدهو دملازمت په موده کښې هم ددوه کلونو دپراختيا منظوري ورکړې ده، دهغه دملازمت دمودې ختميدو نه پس به دا ١٩م مارچ ٢٠٢٦م نه نافذ العمل وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي