دخېبرپښتونخوا حکومت دبرطانوي جريدې خلاف عالمي فورم ته درجوع اعلان
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا حکومت دبرطانوي جريدې دي اکانومسټ دعمران خان اؤ بشرى بي بي په اړه رپورټ بې بنياده ګرځولے دے اؤ ددې خلاف ئې عالمي فورم ته دتللو اعلان کړے دےو دخېبرپښتونخوا حکومت داطلاعاتو خصوصي مرستيال شفيع الله جان پخپل يو يان کښې وئيلي دي چې دي اکانومسټ کښې شائع شوے اوسنے رپورټ دحقائقو په ضد، په غيرمصدقه قيصو اؤ سياسي پروپيګنډه مبني دے چې پکښې دعمران خان اؤ دپاکستان تحريک انصاف طرز حکمراني په جانبدارانه انداز کښې مسخ شوې اؤ وړاندې شوې ده، دۀ وئيلي دي چې په رپورټ کښې سنسني خيز الزامونه، بې نومنه ذريعې، دکورنۍ عملې افواه ګانې اؤ دسياسي مخالفينو بيانونه دحقيقت په توګه پيش کړے شويدي چې دصحافتي اصولو سراسر په ضد دي، دکورنيو معاملاتو په اړه دافواه ګانو دتجزيې برخه جوړول دغندنې وړ دي. شفيع جان وئيلي دي چې دسياسي کردار کشۍ لپاره ددې نوعيت داستانونه تراشل غيرسنجيده صحافت دے، دبشرى بي بي په حکومتي معاملاتو کښې دمداخلت دعوه بې بنياده ده، دوفاقي کابينې، اقتصادي رابطه کميټۍ، قومي سلامتۍ کميټۍ اؤ پارليماني کارروايۍ ريکارډ موجود دے اؤ دا ريکارډ ددې دعوې ترديد کوي. دۀ وئيلي دي چې کوم سرکاري افسر يا ادارې کله هم دداسې مداخلت شکايت نۀ دے کړے. مسلم ليګ(ن) دومره ويريدلے دے چې هره ورځ يوه نا يوه ډرامه جوړوي، دا دمينډيټ غله ډله پاکستاني عوامو مسترد کړې ده، نو اوس صحافت خپلو ناوړه مقاصدو لپاره استعمالوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0