کرک څخه د افغان کډوالو ستنېدل پيل شول

Nov 5, 2025 - 20:46
 0  10
کرک   څخه د افغان کډوالو ستنېدل پيل شول

کوهاټ ( نعمت الله خان ) د خېبر پښتونخوا سوېلي ولسوالۍ "کرک" انتظامي چارواکو ويلي، د افغان کډوالو بېرته بهير يې پيل کړی دی د نومبر پر څلورمه نېټه اووه کورنۍ يې په باعزته توګه تورخم دروازې ته د ستنېدو لپاره لېږلې.

د ديادې ضلعې د عمومي چارو کمشنر صاحبزاده سميع الله په يو بيان کې ويلي، د افغان کډوالو ستنولو بهير يې پيل کړی چې افغان کډوال په باعزته توګه خپل هېواد ته ستنوي.

ښاغلي زياته کړې، اووه کوورنۍ چې د غړيو شمېر يې 53 تنه و تورخم دروازې ته لېږلي دي چې له دغه لارې به خپل هېواد ته لاړ شي.

پاکستان حکومت وايي، په هېواد کې امنيت ټينګښت په موخه د ناقانونه بهرنيانو اېستلو درېيم پړاو پيل کړی چې افغان کډوال يې هم د دغه پړاو برخه ګرځول شوي او مهاجرت کارتونو يې لغوه کړي دي او بېرته خپل هېواد افغانستان ته  ستنېدو امر ورته شوی چې ورځ له دغه هېواد څخه په سلګونه شمېر کې افغان کډوالې کورنۍ د تورخم او چمن له لارې افغانستان ته ستنېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي