نوښار کښې دپوليو په ډيوتۍ مامور پوليس اهلکار ترهه ګرو شهيد کړو

Oct 15, 2025 - 23:41
 0  1
نوښار کښې دپوليو په ډيوتۍ مامور پوليس اهلکار ترهه ګرو شهيد کړو

) دنوښار نظام پور خواؤشا  کليو کښې دپوليو په سيکورټي مامور پوليس کانسټيبل باندې  په موټرسائيکل سورو وسله والو دهشت ګردو حمله کړې ده چې له امله ئې  هغه شهيد شوے دے، دغه خبره داکوړه خټک ډي ايس پي جواد خان کړې ده

 دهغه وينا ده چې  دډزو په نتيجه کښې پوليس اهلکار مقصود ولد عمر په موقعه شهيد شوے دے،  پوليس اهلکار دپوليو په ډيوټۍ مامور ؤ چې هغه په نخښه کړے شو، دډزو په اطلاع سيمې ته دريسکيو١١٢٢ اهلکار رسيدلي اؤ دشهيد اهلکار مړے ئې ډي ايچ کيو هسپتال ته منتقل کړے دےو پوليسو علاقه کښې سرچ اپريشن شروع کړے دے، بلخوا دپوليس اهلکار مقصود دقت ذمه واري  دکالعدم ټي ټي پي  حکيم الله محسود کاروان ترجمان عمر محسود منلې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي