درياست خلاف وسله پورته کوونکو سره به مذاکرات نۀ کيږي، ګورنر
دخېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې درياست خلاف وسله پورته کوونکو سره به مذاکرات نۀ کيږي، ګورنر وئيلي دي چې ځينې خلق په يو وخت دامن خواهش اؤ دانټلي جنس بيسډ اپريشنو مخالفت کوي ، دۀ وئيلي دي چې اين ايف سي زمونږ دصوبې لپاره ضروري دے، فيصل کريم کنډي دصوابۍ اؤ چارسدې دورې په موقعه ميډيا سره خبرو کښې ووئيل چې ترهه ګر نۀ خو مذاکرات کوي اؤ نۀ هم ملک پريږدي، بلکې حملې کوي. کوم خلق چې پاکستان اؤ ائين نۀ مني ددوي سره نۀ شو چليدے.درياست خلاف وسله راپورته کوونکو سره به مذاکرات نۀ کيږي. ګورنر په چارسده کښې دشهيد وکيل عاصم ايډوکيټ کور ته رسيدلے دے اؤ ددۀ پلار اؤ لواحقينو سره ئې تعزيت اؤ فاتحه خواني کړې ده، په دې موقعه ميډيا سره خبرو کښې ګورنر ووئيل چې دعاصم ايډوکيټ دقتل جوډيشل انکوائري پکار ده چې دغه شان حقائق دعوامو مخې ته راشي. دۀ ووئيل دقتل الزام په پوليسو لګول شوےدے. جوډيشل انکوائري کښې به هر څه واضحه شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0