عمران خان ته د عدالتي حکمونو باوجود مناسب طبي سهولتونه نه ورکول د اندېښنې وړ دي ،سهيل افريدے

Feb 22, 2026 - 00:54
 0  4
عمران خان ته د عدالتي حکمونو باوجود مناسب طبي سهولتونه نه ورکول د اندېښنې وړ دي ،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې د تيراه بې کوره او متاثره کورنيو لپاره پۀ څلور اربه روپۍ بېلولو شور جوړونکي نن ولې  خاموش دي حالانکې  دپنجاب حکومت لخوا  د 37 ميلينه ډالرو په قيمت  طياره اخيستل  شوې ده. ده ووئيل چې دا ښکاره دوه مخے معيار  او د اولس سره لويه بې انصافي ده. پاکستان قرضو کښې ډوب ملک دے، د انټرنيشنل مانيټري فنډ نه قرضې غوښتلے کيږي او بلخوا قومي خزانه په شخصي اسانيو لوټل کيږي، دا به په يو صورت هم برداشت نۀ کړے شي.

وزيراعليٰ زياته کړه چې د قومي خزانې 5300 اربه روپو درغلي آئي اېم اېف رپورټ کړې ده، دا ډيره سنجيده معامله ده او د يوې پارټۍ يا يو شخص نه، بلکې د ټول قوم پېسه ده. پۀ دې غږ پورته کول د هر ذمه وار وګړي فرض دے.

ده دا خبرې د پېښور پريس  کلب نوې ټاکل شوې کابينې  د حلف پورته کولو دستورې ته د ځانګړي مېلمه په توګه کړ کړيدي . وزيراعليٰ نوې کابينې او د ګورننګ باډي غړو ته مبارکي ورکړه او وې وئيل چې پېښور پرېس کلب  په هرڅنګه حالاتو کښې په وخت ټاکنو کولو سره د جمهوريت   اعلى مثال وړاندې کړے دے. دۀ ووئيل  که زلزله وي، که د  ترهګرۍ پېښې وي يا نورې ستونزې، پرېس کلب خپل انتخابات  کله هم نه دي ځنډولي،   چې دجمهوري روايتونو حسن دے.

وزيراعليٰ ووئيل چې د پاکستان تحريک انصاف حکومت د  باني  عمران خان   دويژن له مخې مضبوط صحافت او مضبوطې جمهوري ادارې د ملک د  استحکام لپاره ضروري ګڼي. صوبه کښې صحافيانو ته  داظهار اؤ تنقيد  مکمله   آزادي حاصله ده    او حکومت   مثبت تنقيد داصلاح  په جذبې سره قبلوي.

 وزيراعلى خبريالانو ته سلام وړاندې کړو او وې وئيل چې تېرو دوو لسيزو کښې د ترهګرۍ سختو حالاتو کښې صحافت کول آسان  نه وو، خو صحافيانو د حق او رښتياؤ  ملاتړ وکړو او د اولس اواز پاتې شول، هغه دصحافيانو قربانيو ته سلام پيش کړو.

وزيراعليٰ  پخپله وينا کښې  دباني چئيرمين عمران خان  دصحت دمعاملې يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې پرامنه احتجاج وشو خو حکومت بې حسي وکړه. عمران خان ته د هغه شخصي ډاکټرانوډاکټر عاصم يوسف او  ډاکټر فيصل سلطان پورې  رسائي ورکول آئيني، قانوني او انساني حق دے. د عدالتي حکمونو باوجود مناسب طبي سهولتونه نه ورکول د اندېښنې وړ دي. که  پۀ دې معامله ضد   جاري پاتې شي نو شکونو کښې به  اضافه وشي،. دۀ ووئيل چې  پي ټي آئي د عمران خان په صحت سياست نه کوي، خو بنيادي حقونه ورکول ضروري دي.

وزيراعليٰ وويل چې د قانون او انصاف دوه مخے معيار ملک ته زيان رسوي. ده غوښتنه وکړه چې وفاق دې د خېبر پښتونخوا 4758اربه روپۍ پاتې واجبات ورکړي، ځکه صوبې  ددهشت ګردۍ خلاف  اوږد  جددوجهد کښې بې مثاله قربانۍ ورکړيدي اؤ دمالي حقونو ادائيګي ئې ائيني تقاضا ده.

د پېښور پرېس کلب د صدر ايم رياض د سپاسنامې په جواب کښې وزيراعليٰ   دپېښور پريس کلب د خبريالانو لپاره دپنځلس کروړه روپيو دون ټائم سپيشل ګرانټ اعلان وکړو. دۀ دصحافيانو لپاره دسکالر شپس تعداد دسلو نه ١٥٠  کولو اؤ  دجرنلسټس انډومنټ فنډ ٢٠ کروړه روپو نه ٥٠ کروړه روپو ته دغزولو اعلان هم وکړو. دۀ ووئيل پېښور يولۍ کښې دصحافي کالونۍ ماسټر پلان په حواله متعلقه چارواکو ته هدايات جاري کړے شويدي. دۀ داذلاعاتو سيکرټري اؤ سي اينډ ډبليو ډيپارټمنټ ته  دپېښور پريس کلب لپاره دګڼ منزله عمارت دجوړولو دپي سي ون زر مکملولو هدايت وکړو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي