توشه خانه -٢م کيس، عمران خان اؤ بشرى بي بي ته د١٧ؤ، ١٧ؤ کلونو دقيد سزا

Dec 20, 2025 - 22:16
 0  2
توشه خانه -٢م کيس،  عمران خان اؤ  بشرى بي بي ته د١٧ؤ، ١٧ؤ کلونو دقيد سزا

اسلام اباد( وحدت خبر)  په توشه خانه -٢م کيس کښې عدالت دپي ټي ائي باني اؤ پخواني وزيراعظم عمران خان اؤ دهغه ميرمنې بشرى بي بي ته د١٧ؤ، ١٧ؤ کلونو دقيد سزا اورولې ده، اسپيشل جج سنټرل ارجمند شاه په اډياله جيل کښې  دعمران خان اؤ بشرى بي بي  په موجودګۍ کښې دکيس فيصله اورولې ده، دعدالت لخوا دجاري کړے شوې تحريري فيصلې ترمخه استغاثه دخپلې مقدمې په ثابت کولو کښې  کاميابه پاتې شوې ده اؤ دواړه ملزمان دجرم مرتکب  موندل شويدي. دپي ټي ائي  په باني دجرم په ثابتيدو ددفعه ٤٠٩ؤ لاندې دلسو  کلونو اؤ درشوت اخستو دمخنيوي ايکټ لاندې داوو کلونو قيد سزا اورول شوې ده، بشرى بي بي ته به هم ١٧ کلونه قيد تيرول وي، په مجرمانو ديو تن پسر ديو کروړه اؤ څلور شپيتۀ لکه،٢٥ زره ٦٥٠ روپۍ جرمانه هم لګول شوې ده  چې په عدم ادائيګۍ به ئې هغوي ته دنورو شپږو، شپږو مياشتو قيد  سزا تيرول وي. دتحريري فيصلې ترمخه  دباني دعمر زيات کيدو اؤ بشرى بي بي دزنانه کيدو  خيال ساتلو سره  دواړو ته کمه سزا ورکړے شوې ده، دمجرمانو دحوالات موده  هم په سزا کښې شامل کړے شوې ده.  په ١٣مه جولائي ٢٠٢٤م کښې نيب په توشه خانه-٢ کيس کښې عمران خان اؤ بشرى بي بي په اډياله جيل کښې نيولي وو، دواړه تر ٣٧ؤ ورځو دنيب په تحويل کښې پاتې شوي وو، دتفتيش مکمل کيدو نه پس نيب په ٢٠م اګست داحتساب عدالت کښې دکيس ريفرنس دائر کړے ؤ. دمقدمې پس منظر دا دے چې ملزمانو  دسعودي عرب دسرکاري دورې په دوران ترلاسه کړے شوے بلګاري جيولري سيټ په توشه خانه کښې نۀ ؤ جمع کړے، حالانکې هغوي  په قانوني توګه ددغسې کولو پابند وو، دتفتيش په دوران دا خبره ثابت شوې ده چې ملزمانو په سازباز اؤ بدنيتۍ سره  ددې جيولري سيټ انتهائي کم قيمت لګولے چې په نتيجه کښې ئې قومي خزانې ته د32٫851 ملينه روپو نقصان رسيدلے دے.  دا مقدمه دايف ائي اے په تاريخ کښې   دخپل نوعيت وړومبے کيس دے چې پکښې پخواني وزيراعظم اؤ دهغه ميرمنې ته خالصتاً ددستاويزي شواهدو په بنياد سزا شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي