کرک کښې په ډزو مورورپلار دزوې سره قتل

دکرک په خواؤشا علاقه طور ډهنډ کښې دماښامې په ډزو کراچۍ نه راغلي ښځه اؤ خاوند دزوې سره قتل کړے شويدي
دغه وژل شوي کسان درشته دار دمړينې په لړ کښې څو ورځې وړاندې دکراچۍ نه راغلي وو اؤ په قبرستان کښې په فاتحه خوانۍ کښې مصروف وو چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې
دپوليس ذريعو وينا ده چې تير ماښام د تورډهنډ نوې ابادۍ فيصل ټاؤن سره پيوست قبرستان کښې ناڅاپي ډزې شروع شويدي
دعلاقې عوام چې هلته لاړل نو احدزاده دتورډهنډ اوسيدونکے دخپلې ميرمنې عاصمه اؤ زوې محمد سره سخت ژوبل حالت کښې پروت ؤ.
په اطلاع پوليسو دريسکيو ټيم په مدد سره ژوبل کسان هسپتال ته منتقل کړل، خو دريواړو ساه ورکړه. دذريعو وينا ده چې تراوسه واثانو دچا خلاف دعويداري نۀ ده کړې.
What's Your Reaction?






