غزه کښې داسرائيلي فوج 5 اهلکار هلاک

Jun 6, 2025 - 22:21
 0  0
غزه کښې داسرائيلي فوج 5 اهلکار هلاک
IDF soldiers Yoav Raver (L) and Chen Gross, who were killed in Gaza on June 6, 2025. (IDF)

دغزه علاقې خان يونس کښې  دفوځي اپريشن په دوران داسرائيلي فوج  ددولس کسيز ټيم يو عمارت ته دداخليدو سره سم زورداره چاؤدنه شوې ده چې پکښې  پينځه اسرائيلي پوځيان وژل شويدي.

 دنړيوالې ميډيا رپورټ ترمخه  چاؤدنه دومره زورداره وه چې داستوګنې عمارت ناڅاپي په زمکه راپريوتے دے.

دعمارت دملبې لاندې يو درځن پورې اسرائيلي پوځيان ګير شويدي، دامدادي کارونو په دوران دڅلورو لاشونه ترلاسه شويدي، زخميانو کښې يو په هسپتال کښې ساه ورکړې ده

داسرائيلي پوځ  ترجمان وينا ده چې دا ټيم  دحماس زيراستعمال سرنګ دموجودګۍ په اطلاع  عمارت ته داخل شوي وو.

داسرائيلي ميډيا ترمخه څلور اهلکار وژل شوي او دوه ژوبل شوي خو دعرب ميډيا ترمخه دوژل شوو پوځيانو شمير پينځه دے.

 هم په روانه هفته کښې دوه مختلفو  پېښو کښې څلور اسرائيلي پوځيان هلاک شوي او شپږ ژوبل شوي وو، دنن پېښه کښې دوژل شوو سره مجموعي شمير نهو ته رسيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي