کوهاټ، په درياب کې د سرو زرو په لټه کې د کارګرو يوه کېښتۍ ډوبه شوې

کوهاټ ( نعمت الله خان )
په کوهاټ کې د سېند نومې په درياب کې سرو زرو لټون کوونکو کارګرو يوه کېښتۍ ډوبېدو په پېښه کې نهه کسان ډوب شوي.
د کوهاټ رېسکيو 122 پوليسو وياند جواد اپرېدي له مخې پېښه د خوشحال ګړ نومې پل ته څېرمه درياب کې رامنځته شوې چې پکې نهه کارګر سپاره ول.
.
د پېښې ځای ته د ژغورنې پوليسو ډله په سمه لاسي توګه درياب ته راسېدلې او هلته د سيمه ييزو خلکو په مرسته اووه کسان ژغورلي او دوو کسانو لټون عمليات دوام لري.
نوموړی زياتوي، د يادې پېښه په عملياتو کې ورسره پياوړي لمبوزن برخه اخلي او هڅه کوي چې ژر تر ژره د ورک شوي کسان پيدا کړي.
د يادې پېښې ځای ته د کوهاټ انتظامي چارواکي هم رسېدلي او د عملياتو څارنه کوي.
دغه پېښه په رامنحته کېدو سره سم د کوهاټ ډپټي کمېشنر عبدالاکرم په ضلع کې 144مادې قانون عملي کولو امر کړی او په دريابونو کې هر ډول پر لمبېدو او په ناقانونه توګه د سرو زرو لټون بنديز لګولی.
What's Your Reaction?






