بيجنګ: داسحاق ډار اميرخان متقي اؤ او وانګ يي سره ملاقات، دسي پيک افغانستان پورې په پراختيا اتفاق

مرستيال زيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار، د سي پي سي د سياسي بيورو غړي او د جمهوريه چين خارجه وزير وانګ يي او د افغانستان عبوري خارجه وزير امير خان متقي د شورو په ورځ په بيجنګ كښې ليدنه کړې ده
د خارجه دفتر ترمخه درې واړو خارجه وزيرانو سيمه ايزې سلامتۍ او اقتصادي رابطو ته ودې وركولو لپاره د يو مهم پليټ فارم په توګه د درې اړخيزه مرستې تائيد کړے دے.
دوي د سفارتي مصروفيات زياتولو ، مواصلات مستحکمولو او د شريكي سوكالۍ په زړه پوري محرکات په توګه تجارت ، انفراسټرکچر او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره په عملي اقدامات د خيالاتو څرګندونه کړې ده
دريواړو د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو (بي ار ائي) مرستې لا زياتولو او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيک) تر افغانستان پورې پۀ پراختيا اتفاق کړے دے.
۔درې واړو مشرانو د ترهه ګرۍ مقابله کولو او سيمه كښې استحکام او پرمختګ ته ودې وركولو لپاره په شريك عزم زور راوړے دے.
What's Your Reaction?






