خېبرپښتونخوا کښې زول اؤ طوفان، پېښور کښې دماشوم پشمول درې مړۀ

پېښور( وحدت خبر) دصوبائي دارالحکومت پېښور پشمول دخېبرپښتونخوا په مختلفو ښارونو کښې دتيز زول اؤ طوفان په وجه په ګڼو مقاماتو ونې اؤ سائن بورډونه راپريوتي دي چې له امله ئې په پېښور کښې ديو ماشوم پشمول درې کسان مړۀ اؤ په نورو ضلعو کښې دزنانه ؤ پشمول يو شمير کسان ژوبل شويدي.
دتفصيلاتو ترمخه پېښور اؤ خواؤشا کښې دتيز زول په وجه په ګڼو مقاماتو ونې اؤ سائن بورډونه راپريوتي دي دکوم وروسته چې په ټول ښار کښې بجلي په مکمله توګه غائبه شوې اؤ بريک ډاؤن رامينځته شوے دے.
دريسکيو١١٢٢ ترجمان بلال احمد فيضي ترمخه تراوسه دپېښور افغان کالونۍ، اسد انور کالونۍ، رانو ګهړۍ کښې دچتو راپريوتو اؤ سول کوارټر، بيګم شهاب الدين ګرلز سکول، ګهنټه ګهر سره نزدې دونو راپريوتو اطلاعات ترالسه شويدي، رانو ګهړۍ کښې خانه بدوش شپږ کلن ماشوم دديوال راپريوتو په وجه مړ شوے دے اؤ په نورو مختلفو پېښو کښې پينځه کسان ژوبل شويدي چې هسپتال ته رسول شويدي.
دذريعو وينا ده چې افغان کالونۍ کښې دونې راپريوتو په وجه دوه زنانه معمولي ژوبل شويدي، همدغه شان دپېښور په سبزي منډۍ کښې هم ديوې ونې راپريوتو په وجه دوکانونو ته نقصان رسيدلے اؤ ددې ترڅنګ دوه کسان مړۀ اؤ درې نور ژوبل شويدي، همدغه شان تحصيل ګورګټهړۍ سره نزدې هم دونې راپريوتو په وجه يو شمير کسان ژوبل شويدي.
اخوا دحيات اباد په مختلفو علاقو کښې هم دزول وروسته بجلي بنده ده چې ورسره اولس دمشکلاتو سره مخ دے.
بل لوري ته دپېښور ډپټي کمشنر دزول په وجه دمتاثره شوو علاقو هنګامي دوره کړې ده.
ګهنټه ګهر سبزي منډۍ کښې دتيز زول په وجه ديوې ونې راپريوتو له امله دوه کسان په موقعه مړۀ اؤ درې نور ژوبل شويدي، ژوبل شوي کسان په فوري توګه هسپتال ته وړل شويدي.
ډپټي کمشنر سرمد سليم اکرم دايډيشنل ډپتي کمشنر راؤ هاشم عظيم سره دګهنټه ګهر سبزي منډۍ، ګلبهار اؤ نورو متاثره علاقو دوره کړې ده چرته چې هغه دصورتحال جائزه اخستې اؤ دژوبل شوو کسانو پوښتنه ئې کړې ده.
په دې موقعه دپېښور ډپټي کمشنر وئيلي دي چې ضلعي انتظاميه ددې ناګهاني افت په وجه دمتاثره خاندانونو په غم کښې برابر شريک ده.
دۀ متعلقه ادارو ته هدايت کړے دے چې ژوبل شوو کسانو ته بهترين طبي سهولتونه ورکړي اؤ دبجلۍ ستنو اؤ نورو خطرناکو څيزونو دمعائنې لپاره دې فوري اقدامات وکړے شي چې دغه شان په مستقبل کښې داسې پېښو نه خلق بچ کړے شي.
همدغه شان په چارسده کښې دچت راپريوتو په وجه لس کلن ماشوم ژوبل شوے دے.
ددې نه علاوه په مردان کښې هم دزول په وجه دزنانه ؤ پشمول درې کسان ژوبل شويدي،
دريسکيو١١٢٢ مردان کنټرول روم ته ددريوو مختلفو علاقو نه دحادثو کالونه ترلاسه شويدي، په اکبر اباد کښې ددروازې راپريوتو په وجه پينځه شپيتۀ کلنه زنانه دمحمد اکبر ميرمنه ژوبل شوې ده، همدغه شان دديوال راپريوتو په وجه يو پينځه څلويښت کلن شخص طيب شاه سخت ژوبل شوے دےو اخوا په سليم خان منجورو کلي کښې هم دديوال راپريوتو په وجه ٥٥ کلنه زنانه دمحمد عمران ميرمنه ژوبل شوې ده، ژوبل شوي کسان ايم ايم سي ته منتقل کړے شويدي.
دزول نه پس دبجلۍ بريک ډاؤن رامينځته شوے دے، دسختې ګرمۍ په وجه اولس دسختو مشکلاتو سره مخ دے.
بل لوري ته په نوښار کښې هم ريسکيو١١٢٢ کنټرول روم ته دپينځوو مختلفو علاقو نه ايمرجنسي کالونه ترلاسه شويدي چې پکښې په څلورو مقاماتو دعمارتونو دچتونو راپريوتو پېښې شويدي. دنوښآر زنډو بانډې دوه مختلفو مقاماتو باندې حادثې شويدي، ديو عمارت دچت راپريوتو په وجه دوه کسان ژوبل شويدي، زنډو بانډه کښې په لاره روان موټرسائيکل سوارۀ کسان دونې سره جنګيدلي دي چې له امله ئې دوه کسان ژوبل شويدي، اخوا دجهانګيري دوه مختلفو مقاماتو باندې دچتو راپريوتو پېښو کښې دوه کسان ژوبل شوي دي. دپبو په اکبر پوره کښې هم دچت راپريوتو په يوه پېښه کښې يوه زنانه ژوبل شوې ده، په دې پېښو کښې په مجموعي توګه اووۀ کسان ژوبل شويدي.
What's Your Reaction?






