پنجاب، يو شواروز کښې دباران دلاسه مختلفو پېښو کښې 63کسان مړه

Jul 18, 2025 - 01:32
 0  1
پنجاب، يو شواروز کښې  دباران دلاسه مختلفو پېښو کښې 63کسان مړه

 دپنجاب په مختلفو سيمو کښې داوسنيو بارانونو له امله ١٠٣ کسان مړه او د٣٩٣ نه دزياتو اولسي وګړو دژوبل کيدو نه پس  دپنجاب په مختلفو سيمو کښې ايمرجنسي لګول شوېده.

 درپورټ ترمخه راولپينډۍ، چکوال او خواوشا کښې دسختو بارانونو په وجه نالې راډکې شويدي.

 په لاهور کښې  دنور نري باران وريد هم امکان دے.

 دپي ډي ايم اے ترجمان وئيلي سږکال دپشکال بارانونو له امله ١٠٣ اولسي  وګړي مړه او ٣٩٣ ژوبل شويدي، دپشکال بارانونو په سبب ١٢٨ کورونه متاثر او شپږ څاروي مړه شويدي.

 دتير يوشواروز په دوران دپشکال بارانونو له امله ٦٣ اولسي وګړي مړه او ٢٩٠ ژوبل شويدي، لاهور کښې ١٥، فيصل اباد کښې نهه، ساهيوال کښې پينځه، پاکپتن کښې درې او په اوکړه کښې نهه کسان مړۀ شويدي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي