بلوچستان کښې وسله والو پنجاب سره تعلق لرونکي 9 کسان ووژل

Jul 12, 2025 - 00:05
 0  1
بلوچستان کښې  وسله والو پنجاب سره تعلق لرونکي 9 کسان ووژل

کوئټه( وحدت خبر)  دبلوچستان علاقې سره ډاکۍ کښې دفتنة الهندوستان دهشت ګردو په يوه ظالمانه کارروايۍ کښې  پنجاب ته تلونکي بسونه ودرولي اؤ دمسافرو دپيژندګلو نه پس ئې  دپنجاب سره تعلق لرونکي نهه  کسان شهيدان کړيدي.

دبلوچستان حکومت ترجمان شاهد رند ددې پېښې تصديق کړے دے اؤ دا ئې دفتنة الهندوستان پرانستې درندګي ګرځولې ده. دۀ وئيلي دي چې  دا پېښه دلورالائي او موسي خيل ترمينځ په قومي شاهراه دسره ډاکۍ په مقام شوې ده، دهشت ګردو دمسافرو شناختي کارډونه چيک کړيدي دکوم نه پس چې  مخصوص مسافر لاندې راکوز کړے شوي اؤ په ډزو سره شهيدان کړے شويدي.

ددهشت ګردو دلاسه شهيد کړے شوو کښې دوه سکه وروڼه عثمان اؤ جابر هم شامل دي، دشهيدانو ورور صابر په سوشل ميډيا بيان ورکړے دے چې   تيره ورځ دهغوي پلار وفات شوے ؤ، پرون  سحر  نهه بجې  دهغه جنازه وه چې پکښې دشرکت لپاره ئې دواړه وروڼه  دخپلې کورنۍ سره پنجاب ته واپس راروان وو.

دشاهد رند ترمخه دا پېښه ددشمن ناپاکه عزائم په ډاګه کوي چې دپاکستان دامن، استحکام او يکجهتۍ ته دنقصان رسولو لپاره سرګرم دي. دۀ وئيلي دي چې  ډرائيورانو لورالائي ته درسيدو وروسته دبسونو ودرولو په حواله انتظاميې ته وينا کړې، سيکورټي فورسز دفوري ردعمل مظاهره کړې اؤ دپېښې ځائے ته رسيدلي اؤ دترهه ګرو تعاقب ئې شروع کړے دے.

 دبلوچستان حکومت ترجمان ترمخه  دهشت ګردو دسره ډاکۍ نه علاوه په قلات اؤ مستونګ کښې هم حملې کړيدي، په دريوو مقاماتو سيکورټي فورسز فوري اؤ کوټلے جواب ورکړے دے. دۀ وئيلي دي چې دهشت ګردو دشپې دتيارې نه ګټه پورته کړې اؤ تښتيدلي دي خو سيکورټي فورسز ددوي په تعاقب کښې اپريشن جاري ساتلے دے.

 په متاثره علاقو کښې  سرچ اپريشن روان دے چې دغه شان دهشت ګرد ګرفتار يا خپل انجام ته ورسولے شي.

بلخوا دبلوچستان وزيراعلى ميرسرفراز بګټي  ددې  پېښې غندنه کړې اؤ دا ئې دفتنة الهندوستان  پرانستې دهشت ګردي ګرځولې ده، وزيراعلى وئيلي دي چې   په پاکستاني شناخت دمعصومانو قتل ناقابل معافي جرم دے اؤ ددې به سخت، فيصله کن اؤ فوري جواب ورکولے شي. وزيراعلي وئيلي دي چې دهشت ګردو دانسانيت نۀ بلکې دبزدلو درندګانو  مخ راڅرګند کړے، دبلوچستان په خاوره بهيول شوې  دبې ګناه خلقو وينه به بې ځايه نۀ ځي، رياست به دا قاتلان دزمکې دننه هم پټيدو ته پرې نۀ ږدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي