دعمران خان حکومت کښې بشرى بي بي په اهمو سرکاري فيصلو اثرانداز کيده، برطانوي جريده
لندن( ميډيا رپورټ) برطانوي جريدې پخپل يو رپورټ کښې انکشاف کړے دے چې دعمران خان حکومت کښې بشرى بي بي په اهمو سرکاري فيصلو اثرانداز کيده، برطانوي جريدې دي اکانومسټ دپخواني وزيراعظم عمران خان دميرمنې بشرى بي بي په کردار خصوصي رپورټ شائع کړے دے چې پکښې دعوه شوې ده چې دعمران خان دريم وادۀ نۀ صرف دهغه ذاتي ژوند بلکې دهغه په حکومتي فيصلو هم ژور پوښتنې راولاړې کړې وې، درپورټ ترمخه دپخواني وزيراعظم دنزدې حلقو وينا ده چې بشرى بي بي په اهمو سرکاري فيصلو د اثرانداز کيدو کوشش کولو چې پکښې په فيصلو کښې دروحاني مشاورت اړخ رابرڅيره شوے. سينئر صحافي اوون بينيټ جونز په دې رپورټ کښې وئيلي دي چې دبشرى بي بي دروحاني اثراتو په وجه عمران خان خپلې اصلاحاتي ايجنډې ته عملي جامې اغوستو کښې ناکامه شوے . رپورټ کشې دځينو مبصرينو په حواله دعوه شوې ده چې دحساسې ادارې ځينو کسانو داسې معلومات بشرى بي بي ته رسول چې هغې دعمران خان مخې ته دخپل روحاني بصيرت نه دترلاسه شوو معلوماتو په توګه پيش کول. دجريدې ترمخه دا عوامل دعمران خان په فيصله سازۍ اثرانداز شوي اؤ اؤ په حکومتي معاملو کښې د غيرمعمولي روحاني اثرورسوخ شکايتونو ته وده ترلاسه شوې
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0